اسرائيلو  په ۲۰۲۴کال ترټولو بد جنایتونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155796-اسرائيلو_په_۲۰۲۴کال_ترټولو_بد_جنایتونه_وکړل
د پاکستان لومړي وزیر  شهباز شریف  په دې هیلې سره چې  نړۍ په ۲۰۲۵کال کې په  بې انصافه  نظام او نیواکګرو باندې  د فلسطین  او دنوروکړیدلو ملتونود بریالیتوب شاهد ووسو ،ووئيل؛ اسرائیلی رژيم په ۲۰۲۴کال کې د فلسطینیانو په ضد ترټولو بد جنایتونه   وکړل.
(last modified 2025-01-01T02:00:42+00:00 )
Jan 01, 2025 06:28 Asia/Kabul
  • اسرائيلو  په ۲۰۲۴کال ترټولو بد جنایتونه وکړل

د پاکستان لومړي وزیر  شهباز شریف  په دې هیلې سره چې  نړۍ په ۲۰۲۵کال کې په  بې انصافه  نظام او نیواکګرو باندې  د فلسطین  او دنوروکړیدلو ملتونود بریالیتوب شاهد ووسو ،ووئيل؛ اسرائیلی رژيم په ۲۰۲۴کال کې د فلسطینیانو په ضد ترټولو بد جنایتونه   وکړل.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،  د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف  د نوي میلادي کال  د پيلیدا په مناسبت  پخپل پیغام کې  هیله وښودله  چې  په اقتصادي ،سیاسی ،امنیتی او اکلتوری برخو کې  دنړۍ په وړاندې  بحرانونه ښه والی ومومي  او د ملتونو د آرامښت او هوساینې  سبب شي.

هغه د فلسطین په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  دجنګ د دوام په محکومولو سره  ووئيل،  اسرائيلو په ۲۰۲۴کال کې د غزې تړانګې دخلکو په ضد  ترټولو بد بشری ضد جنایتونه  وکړل او مونږ  هیله کوو چې په ۲۰۲۵کال کې  د ظلم او کړاؤ پر نظام د کړیدلو ملتونو د غلبې او پر نیواکګرانو د فلسطینیانو د بریالیتوب شاهدان ووسو.  او د پاکستان پشمول درست   هیوادونه او ملتونه د ترهه ګرۍ او ظلم په خلاف پخپلو هڅو کې بریالي شي او  ملتونه هم آرامښت ومومي .