کورمې ته د هنګو له لارې مرستې رسول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155990-کورمې_ته_د_هنګو_له_لارې_مرستې_رسول_کیږي
تهران راډیو ـ د پاکستان پولیس وایي،  نن به یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا د کورمې سیمې لپاره د اړینو توکو بار کاروان د هنګو له لارې سیمې ته ولیږدول شي.
(last modified 2025-01-05T23:39:39+00:00 )
Jan 06, 2025 04:07 Asia/Kabul
  • کورمې ته د هنګو له لارې مرستې رسول کیږي

تهران راډیو ـ د پاکستان پولیس وایي،  نن به یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا د کورمې سیمې لپاره د اړینو توکو بار کاروان د هنګو له لارې سیمې ته ولیږدول شي.

پولیس وایي، درمل، اوړه، خوراکي او نورو توکو څخه شاوخوا اتیا بار وړونکې موټرې به نن د هنګو له لارې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې کرمې ته ولیږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ په ۴مه هم دغه کاروان کورمې ته د تګ پر مهال د بګن په سیمه کې تر برید لاندې راغی، چې له امله یې د مرستیال کمېشنر په ګډون ۶ تنه ټپيان شول.

ویل کیږي، د دغه برید په تړاو د پولیسو له لورې دوه تنه تر نیول کېدو وروسته نا څرګند ځای ته لیږدول شوي دي.