ایران اورسیا او قفقاز ته د ورننوتلو لپاره یوه دروازه ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران سفیر« رضا امیري مقدم» وویل د ایران اسلامي جمهوریت اورسیا او قفقاز سیمو او پاکستان هم جنوبي اسیا او جنوب ختیځ ته د ورننوتلو دروازه ده.
په پاکستان کښې د ایران سفیر رضا امیري مقدم د ارتباطاتو او د سیمه ئیز تجارت په نړیوال کانفرنس کښې چې پرون په اسلام اباد کښې د پاکستان د دفاع د ملي پوهنتون د کانفرنسونو په هال کښې وشو په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د ایران او د پاکستان ملګرتیاو د ګاونډیتوب ، د جغرافیايي اړوندوالي او د اشتراکاتو د مهمو مولفو پراساس بڼه خپله کړي ده وویل له ډیرو او بې بدیله ظرفیتونو او فرصتونو برخوریدا دواړه هیوادونه د یوه په بل بشپړونکو او په بیلابیلو اقتصادي او تجارتي زمینو کښې د یوه بل د ضرورتونو په تامینونکو بدل کړي دي.
هغه دې ته په اشارې سره چې ایران او پاکستان د اسیا او د اروپا په اتصال کښې مهم رول لري او له دې نظره د ټرانسپورټ د بیخ بنایانو پراختیا او د دواړو هیوادونو د ارتباطاتو پیاوړي کول اهمیت لري د مواصلاتو د پیاوړتیا او د پایداره پراختیا هدفونو ته د رسیدا د مخه د نیول کیدا او په سیمه کښې د پراختیا د پروژو د ځنډولو لپاره د سیالیو هیوادونو د بې ثباته کولو او د ناامنه کولو د ګواښ په هکله خبرداری ورکړ.
په اسلام اباد کښې د ایران سفیر په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د کوریډرونو پروژې او د مواصلاتي چورلیزونو هر ډول پراختیا د سپمه وړ ، مطمئنو او د پایداره انرژۍ سرچینو ته ضرورت لري ټینګار وکړ ایران د دنیا د ګازو د دوهمو سترو زیرمو د لرونکي او د بریښنا د تولیدولو له اتیا زره میګاواټ څخه د برخمنیدا په توګه د پاکستان د ورور او د دوست هیواد د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره چمتووالی لري.