الازهر پوهنتون په پاکستان کې خپله یوه څانګه پرانیزي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156226-الازهر_پوهنتون_په_پاکستان_کې_خپله_یوه_څانګه_پرانیزي
د مصر لوي مفتي  نظیر محمد عیاد  د زده کړې د  چارو د وزیر د تاؤد هرکلي  مننه وکړه او  وې وئيل، دا ضروري ده چې  خلک  داسلام د حقیقي تعلیماتو باندې دپوهیدا لپاره عربی ژبه زده کړي.
(last modified 2025-01-11T06:09:52+00:00 )
Jan 11, 2025 10:37 Asia/Kabul
  • الازهر پوهنتون په پاکستان کې خپله یوه څانګه پرانیزي

د مصر لوي مفتي  نظیر محمد عیاد  د زده کړې د  چارو د وزیر د تاؤد هرکلي  مننه وکړه او  وې وئيل، دا ضروري ده چې  خلک  داسلام د حقیقي تعلیماتو باندې دپوهیدا لپاره عربی ژبه زده کړي.

زمونږ خبریال د دنیانیوز له قوله راپور راکړی،د الازهر  پوهتون په یوې اعلامیې کې وئيل شو دي،دغه اسلامی پوهنتون په پاکستان کې د یوې څانګې د پرانیستو  فیصله کړې ده.

داپه داسې حال کې دي چې د مصر لوي مفتي ډاکټر نظیر محمد عیاد  چې په پاکستان کې د اسلامی نړۍ دا نجونو د زده کړو په باب  د اسلامی هیوادونو په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره  اسلام اباد ته تللی دی، ددغه هیواد د زده کړو دچارو له وزیر ډاکټر  خالد مقبول سره په کتنې کې  وئيلي دي ، الازهر پوهنتون په  پاکستان کې د خپل یوه کیمپس  د جوړولو نیّت لري چې د پاکستان د زده کړو دچارو وزیر ئې تود هرکلی کړی او هغه ته ئې د بشپړحکومتي  ملتیا ژمنه ورکړې ده.

د مصر لوي مفتي  نظیر محمد عیاد  د زده کړې د  چارو د وزیر د تاؤد هرکلي  مننه وکړه او  وې وئيل، دا ضروري ده چې  خلک  داسلام د حقیقي تعلیماتو باندې دپوهیدا لپاره عربی ژبه زده کړي.

هغه دغه راز  ووئیل؛ الازهر پوهنتون  کې له څلویښت فیصدو زیاتې  انجونې  زده کړې کوي او د میرمنو د ټولنې د زده کړې ډیر زیات ملاتړي دي ، ددې  پوهنتون جوړیدا له اسلامی تعلیماتو سره سره  د عربي کلتور ته پراختیا ورکول دي څو د دواړو هیوادونو مناسبت لا زیات پیاوړی شي.

د مصر لوي مفتي  په د وام کې ووئيل؛ پاکستان  دې خپل عالمان مصر ته ولیږدوي څو  دوي د دنیا ترټولو پخواني پوهنتون  کې د یوه بل  له تجروبو او تعلیماتو برخمن شي.

د پاکستان د زده کړې د چارو زویر  خالد مقبول  هم په دغې کتنې کې  ووئيل؛ پاکستان او مصر دواړه د دنیا ترټولو پخواني تمدن او کلتور لرونکي هیوادونه دي. او الازهر پوهنتو  د اسلامی نړۍ  لپاره ډير اهمیّت لري  او دوي هم غواړي،  ددغه پوهنتون  له  وروستیو  بریاؤ او تعلیماتو خبر شي چې د اسلامی تعلیماتو یو لوي مرکز دی. هغه ووئيل، په پلازمینې اسلام اباد کې  په ټولو رسمي ښونځیو کې د عربی ژبې کلاسونه پیل شوي څو د اسلام له حقیقي تعلیماتو ټول خبر شي او ورڅخه استفاده وکړي.