دایران او پاکستان ترمینځ دنوي سرحدي لارې پرانیستل  د ستاینې وړ دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156350-دایران_او_پاکستان_ترمینځ_دنوي_سرحدي_لارې_پرانیستل_د_ستاینې_وړ_دي
پارس ټوډې - د پاکستان لومړي وزیر  د ایران او پاکستان ترمینځ د نوي سرحدي سترې لارې پینسلو  لپاره  دایران د ملګرتیا قدرونه اوستاینه وکړه.
(last modified 2025-01-14T20:56:22+00:00 )
Jan 15, 2025 01:23 Asia/Kabul
  • دایران او پاکستان ترمینځ دنوي سرحدي لارې پرانیستل  د ستاینې وړ دي

پارس ټوډې - د پاکستان لومړي وزیر  د ایران او پاکستان ترمینځ د نوي سرحدي سترې لارې پینسلو  لپاره  دایران د ملګرتیا قدرونه اوستاینه وکړه.

زمونږخبریال  د ایرنا له قوله راپور راکړ،  د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف پرون دبلوچشتان په پولې کې د چدګي -کوهک  په ساحې کې  دایران له اسلامی جمهوریت سره د سترې لارې پرانیستې ته په اشارې سره دغه اقدام د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د قانوني تجارت د پراختیا سبب وباله.

د پاکستان لومړی وزیر ټينګار وکؤ، باؤري یم چې  ددغې سترې لارې په پرانیستې سره ،  له ایران سره د قانوني تجارت  په پراختیا سره  د قاچاق د سپيرې ښکارندې مخنیوی هم وکړئ شو.

د  پاکستان حکومت  د دوشنبې په ورځې د قاچاق د مخنیوي  او د کارکسبونو درامینځةکولو  او دګډو تجارتي آسانتیاؤ د رامینځةکولو  په موخې سره،د ایران په سیستان او بلوچستان پولې کې د کوهک او د بلوچستان صوبې په چدګي  ساحې کې  د ایران له اسلامی جمهوریت سره د څلورمې سرحدي سترې لارې د پرانیستې نهائي حکم صادر کړ.

 د پاکستان حکومت  له ایران سره د نوي سرحدي لارې  له پرانیستو هدف   ددواړو ګاونډیو هیوادونو د سرحد میشتو له معیشت ،د کارکسبونو رامینځةکول په تیره بیا  د  قاچاق په چوکاټ کې دغیر قانوني تجارت دریدا څخه ملاتړ بللی دی.

 د ۲۰۲۴کال په مئ کې  پاکستان  د  ایران له اسلامی جمهوریت سره  د تجارتي وراوداتو د پیاوړتیا په موخې سره  د میرجاوې تفتان، او ګبد ریمدان  د مشترکو سترو لارو فعالیت ۲۴ ساعته  کړی  چې ددواړو هیوادونو ترمینځ  تجارتي  مبادلات لا آسان  او خلک هم خوشال شي.