دالبندين; په پاکستان کې د نشه یي توکو د تولید نوی مرکز
Jan 20, 2025 09:51 Asia/Kabul
تهران راډیوـ راپورونه وايي چې په پاکستان کې دالبندين سيمه د نشه يي توکو د توليد په نوي مرکز بدله شوې ده، چې ټول فعاليتونه د پاکستاني پوځ تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبان د نشه ایزو موادو له کښت او تولید سره په کلکه د مبارزې خبر ورکوي، نوی رپوټونه ښیی چې د پاکستان دالبندین سیمه د نشه ایزو موادو د تولید د نوی مرکز په توګه پیژندل شوې ده.
د نشه يي توکو دغه کښت او تولید په ځانګړي ډول د پاکستان د پوځ تر څارنې لاندې ترسره کېږي او داسې ښکاري چې د نړۍ بازارونو ته د نشه يي توکو د لېږد لپاره نوې لارې جوړې شوې دي.
د یادونې وړده، چې په دې سیمه کې د روږدو کسانو د زیاتوالي، سازمان شویو جرمونو او ټولنیزې بې ثباتۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
ټیګونه