ناپېژانده وسله والو ۳ پاکستاني پولیس تښتولي
Feb 05, 2025 13:39 Asia/Kabul
پاکستاني رسنۍ وایي وسله والو یاد پولیس د هغوي له کورونو تښتولي دي.
پولیسو هم د دې پېښې پخلی کړی او د دوی د خلاصون د هڅو د پیل خبر یی ورکړی دی.
سرچینې وایي د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر ارشد خان رسنیو ته ویلي، چې تښتول شوي پولیس د جنوبي وزیرستان د لدهې له زنګړه کلي وسله والو تښتولي دي.
ټیګونه