په امان مانورې کښې د ایران ګډون د مانوې هدفونه پیاوړي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157142-په_امان_مانورې_کښې_د_ایران_ګډون_د_مانوې_هدفونه_پیاوړي_کوي
د پاکستان د سمندري ځواک مشر امیر البحر «نوید اشرف» پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له سمندري ځواک سره په موجوده ملګرتیاو او اړیکو باندې د ډاډ په څرګندولو سره ټینګار وکړ:
(last modified 2025-02-08T23:15:26+00:00 )
Feb 09, 2025 01:10 Asia/Kabul
  • په امان مانورې  کښې د ایران ګډون د مانوې هدفونه پیاوړي کوي

د پاکستان د سمندري ځواک مشر امیر البحر «نوید اشرف» پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له سمندري ځواک سره په موجوده ملګرتیاو او اړیکو باندې د ډاډ په څرګندولو سره ټینګار وکړ:

د « امان »په نړیوالې پوځي مانورې کښې د ایران ګډون له معنا ډک دی او په پریکنده توګه د دغه مانورې هدفونه نور پسې پیاوړي کوي.

د پاکستان د هوايي ځواک مشر امیر البحر نوید اشرف پرون په کراچۍ بندر کښې د ایران د «جماران »جنګي بیړۍ له کتلو او د ایران د سمندري ځواک له مشر امیر البحر شهرام ایراني سره له کتنې وروسته له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د امان په  دوه زره پینځویشتمې نړیوالې پوځي مانورې کښې د ایران د پوځ د سمندري ځواک د جنګۍ کشتۍ لومړنی شتون زمونږ د ګاونډیتوب د اړیکو او د دواړو هیوادونو د سمندري ځواکونو ترمینځ د نږدې ملګرتیاو ښودنه کوي.

هغه وویل د ایران له دوستانو سره له ډیرو  ښو کاري تعاملاتو برخور یوو او باوري یوو په امان پوځي مانورې کښې د ایران ګډون د دغه مانورې د هدفونو په ترلاسه کولو کښې ډیره مرسته کوي.

د پاکستان د سمندري ځواک مشر نوید اشرف وویل زمونږ او د نورو هیوادونو په څنګ کښې د کراچۍ په سمندري نړیوالې مانورې کښې د ایران د جنګي بیړۍ او د عملیاتي ټیم او د لوړربته پوځي پلاوي شتون ښودنه کوي چې د ایران سمندري ځواک د سمندر په حوزه کښې او دغه راز زمونږ د راتلونکو نسلونو لپاره د سمندر د امنیت د تامینولو لپاره د سولې او د امنیت د ثبیت لپاره له نورو هیوادونو سره ګډ کار کولو ته ژمن دی.

د پاکستان د سمندري ځواک مشر نوید اشرف او د ایران د پوځ د سمندري ځواک مشر امیر البحر شهرام ایراني دغه راز په یوې صمیمانه کتنې کښې د دوه اړخیزه اړیکو اړونده د وروستیو بدلونونو ، د پوځي او د سمندري ملګرتیاو او دغه راز د امان د دوه زه پینځویشتم په نومي د نړیوالې پوځي مانورې د ترسره کولو د څرنګوالي په هکله د نظر تبادله وکړه.