پاکستان له ایران سره د پخوانیو اړیکو ژورتیا ته کلک هوډ لري
پارس ټوډې - په ایران کې دپاکستان سفیر او د ایران دخارجه وزارت ویندوي د دوو اړخیزو مسئلو په باب له یوه بل سره خبرې اترې کړی دي.
زمونږ خبریال د ایسنا له قوله راپور راکړی، په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټيپو پرون د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت له ویندوي اسماعیل بقائي سره خپلې کتنې ته په اشارې سریه ووئيل؛ په دغې کتنې کې مو د ډيرو مسئلو په باب روښانه او متفکرانوه تعامل درلود.
مدثر ټيپو همدرااز روښانه کړې ده ، په سیمې کې د سولې او ثبات ساتلو ته دهغه ګروهنې او هوښیارئ پر ما ډيرې اغیزې وکړې.
د پاکستان سفیر زیاته کړې ده ، مونږ د ایران او پاکستان د پخوانیو اړیکو ژورتیا او همداراز پخپلو کې د ملتونو د اړیکو پراختیا ته کلک هوډ لرو، او دا د دسیمې او اسلامی امت په ګټه ده .