پاکستان له ایران سره د پخوانیو اړیکو ژورتیا ته کلک هوډ لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157474-پاکستان_له_ایران_سره_د_پخوانیو_اړیکو_ژورتیا_ته_کلک_هوډ_لري
 پارس ټوډې -  په ایران کې دپاکستان سفیر  او د ایران دخارجه وزارت ویندوي  د دوو اړخیزو  مسئلو په باب له یوه بل سره  خبرې اترې کړی دي.
(last modified 2025-02-19T22:05:11+00:00 )
Feb 20, 2025 02:26 Asia/Kabul
  •  پاکستان له ایران سره د پخوانیو اړیکو ژورتیا ته کلک هوډ لري

 پارس ټوډې -  په ایران کې دپاکستان سفیر  او د ایران دخارجه وزارت ویندوي  د دوو اړخیزو  مسئلو په باب له یوه بل سره  خبرې اترې کړی دي.

زمونږ خبریال د ایسنا له قوله راپور راکړی،  په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټيپو  پرون د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت له ویندوي اسماعیل بقائي سره  خپلې کتنې ته په اشارې سریه  ووئيل؛ په دغې کتنې کې مو د ډيرو مسئلو په باب  روښانه  او متفکرانوه تعامل درلود.

مدثر ټيپو  همدرااز روښانه کړې ده ،  په سیمې کې د سولې او ثبات ساتلو ته  دهغه ګروهنې او هوښیارئ پر ما ډيرې اغیزې وکړې.

د پاکستان سفیر زیاته کړې ده ، مونږ  د ایران او پاکستان  د پخوانیو اړیکو ژورتیا او همداراز  پخپلو کې د ملتونو د اړیکو  پراختیا ته کلک هوډ لرو، او دا د دسیمې او  اسلامی  امت په ګټه ده .