له ترهه ګرۍ سره مبارزه نړیوالې ملګرتیا ته اړتیا لري
پارس ټوډې – د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د نړیوالو ملګرتیاؤ پر اهمیّت ټينګار وکړ.
زمونږخبریال دتسنیم له قوله راپور راکړ، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په پاکستان کې د روسیې له سفیر آلبرت پي خورف سره په کتنې کې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په زمینې کې د ملګرتیا او د دوو اړخیزو اړیکو دپیاوړتیا په باب د نظر تبادله وکړه.
محسن نقوي په دغې کتنې کې روښانه کړه ، ترهه ګري یو نړیوال چیلنج او ورسره مقابلې لپاره د نړیوالې غږمله هڅو ضرورت دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز د ماسکو او اسلام اباد ترمینځ د پلاؤ د راشه دیرشه اهمیّت ته په اشارې سره په مختلفو زمینو کې داړیکو د پیاوړتیا غوښته وکړه.
په پاکستان کې د روسیې سفیر آلبرټ پی خورف هم دګډو ملګرتیاؤ ضرورت ته په اشارې سره پاکستانیو چارواکو ته بلنه وکړه چې په ماسکو اوسیبیریا کې دې د نشه ایزو موادو په ضد په روزونکو پروګرامونو کې ګډون وکړي. هغه له دې مخکې هم وئيلي وو، ماسکو په پاکستان کې د ترهه ګرو فعالیتونو په زیاتیدا اندیښمنه ده او له ګواښونو سره د مقابلې لپاره ددغه هیواد ملاتړ کوي. هغه روښانه کړې، روسیه د کابل ترهه ګر ضد هڅو سره هم پیوستون لري او لازمې مرستې ورسره کولی شي.