له ترهه ګرۍ سره مبارزه نړیوالې ملګرتیا ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157710-له_ترهه_ګرۍ_سره_مبارزه_نړیوالې_ملګرتیا_ته_اړتیا_لري
پارس ټوډې – د پاکستان د کورنیو  چارو وزیر  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د نړیوالو ملګرتیاؤ پر اهمیّت ټينګار وکړ.
(last modified 2025-02-26T20:41:31+00:00 )
Feb 27, 2025 01:10 Asia/Kabul
  • له ترهه ګرۍ سره مبارزه نړیوالې ملګرتیا ته اړتیا لري

پارس ټوډې – د پاکستان د کورنیو  چارو وزیر  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د نړیوالو ملګرتیاؤ پر اهمیّت ټينګار وکړ.

زمونږخبریال دتسنیم  له قوله راپور راکړ،  د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي  په پاکستان کې د روسیې له سفیر آلبرت پي خورف سره په کتنې کې  له نشه ایزو موادو سره  دمبارزې په زمینې کې د ملګرتیا او د دوو اړخیزو اړیکو دپیاوړتیا په باب  د نظر تبادله وکړه.

محسن نقوي په دغې کتنې کې روښانه کړه ، ترهه ګري یو نړیوال چیلنج  او  ورسره مقابلې لپاره د نړیوالې غږمله هڅو ضرورت دی.

د پاکستان د کورنیو  چارو وزیر  همداراز د ماسکو او اسلام اباد ترمینځ  د پلاؤ  د راشه دیرشه    اهمیّت ته په اشارې سره  په مختلفو  زمینو کې داړیکو د پیاوړتیا غوښته وکړه.

په پاکستان کې د روسیې سفیر آلبرټ پی خورف  هم  دګډو ملګرتیاؤ  ضرورت  ته په اشارې سره  پاکستانیو چارواکو ته بلنه وکړه چې په ماسکو اوسیبیریا کې  دې د نشه ایزو موادو په ضد په روزونکو پروګرامونو کې ګډون وکړي.  هغه  له دې مخکې هم وئيلي وو،  ماسکو په پاکستان کې د ترهه ګرو فعالیتونو په زیاتیدا اندیښمنه ده او  له ګواښونو سره  د مقابلې لپاره ددغه هیواد ملاتړ کوي.  هغه روښانه کړې، روسیه  د کابل ترهه ګر ضد هڅو سره هم پیوستون لري او لازمې مرستې ورسره کولی شي.