پاکستان: امریکايي وسلې له افغانستان ترهګرو ته رسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157808-پاکستان_امریکايي_وسلې_له_افغانستان_ترهګرو_ته_رسیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه وروستۍ مطبوعاتي غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا پریښودل شوې وسلې په پاکستان کې د فعالو ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.
(last modified 2025-03-01T12:03:49+00:00 )
Mar 01, 2025 16:26 Asia/Kabul
  • پاکستان: امریکايي وسلې له افغانستان ترهګرو ته رسیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه وروستۍ مطبوعاتي غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا پریښودل شوې وسلې په پاکستان کې د فعالو ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.

پارس ټوډې د تسنیم خبري اژانس په حواله راپور راکوی  د تورخم لارې له تړلو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې د هیواد امنیتي اندیښنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لخوا پریښودل شوي وسلې په پاکستان کې فعالو ترهګرو ته لاره مومي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یادونه وکړه چې دا اندیښنې یې په نړیواله کچه او د طالبانو له چارواکو سره په خبرو اترو کې راپورته کړې دي.

هغه دا هم وویل چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځایونو شتون په سیمه کې د پرمختګ او ثبات په وړاندې یو مهم خنډ دی.

شفقت علي خان د تورخم د لارې تړل کېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا پوله د طالبانو د یو اړخیزو هڅو له امله د اتو ورځو لپاره تړل شوې وه چې غوښتل یې په پاکستان کې پوسته جوړه کړي. دې وضعیت په زرګونو خلک او همدارنګه هغه لارۍ چې سوداګریز توکي یې لیږدول، په دې ځای کې بند پاتې دي، چې دواړو خواوو ته سوداګرو ته یې په میلیونونو ډالر زیان اړولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریز تعامل نه دی ځنډیدلی او د سرحدي ستونزو د حل لپاره د حکومت همکاري دوام لري.

تر دې مخکې، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې وې چې وايي وسلې له افغانستان څخه هېواد ته قاچاق کېږي، او ویلي یې وو چې هغه وسلې چې د تورخم پولې له لارې پاکستان ته ننوتلې وې د طالبانو پورې اړه نه لري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې د وسلو قاچاق په ټولو هیوادونو کې شتون لري او ممکن دا وسلې په نورو هیوادونو کې د تور بازار له لارې اخیستل شوي وي او بل هیواد ته قاچاق شوي وي.