پاکستان کې د ترهګرو له منګولو د ۱۵۵ مسافر ازاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158104-پاکستان_کې_د_ترهګرو_له_منګولو_د_۱۵۵_مسافر_ازاد_شول
پارس ټودي - د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت کې د مسافر وړونکي اورګاډي پر ضد د ترهګریز برید د عاملینو په وړاندې د عملیاتو په دوام کې ۱۵۵ مسافر ازاد کړي او په عین حال کې یې ۲۷ گروگان‌نیوونکي یې هم وژلي دي.
(last modified 2025-03-12T05:30:39+00:00 )
Mar 12, 2025 09:59 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د ترهګرو له منګولو د ۱۵۵ مسافر ازاد شول

پارس ټودي - د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت کې د مسافر وړونکي اورګاډي پر ضد د ترهګریز برید د عاملینو په وړاندې د عملیاتو په دوام کې ۱۵۵ مسافر ازاد کړي او په عین حال کې یې ۲۷ گروگان‌نیوونکي یې هم وژلي دي.

د پارس ټودي د راپور له مخې چې د ایرنا خبري اژانس نقل کړی، د بلوچستان ایالت د بولان په دښتې سیمه کې پوځي عملیات له پرون غرمې وروسته له هغې پیل شول، چې د بلوچ ازادي غوښتونکي ترهګرې او تجزیه‌طلبې ډلې د یرغلګرو شمېر په زیاتوالي سره پر اورګاډي برید وکړ.

په همدې حال کې، د پاکستان پوځ وویل چې ترهګرو، چې په منځ کې یې ځانمرګي برید کوونکي هم وو، د اورګاډي مسافر د انساني سپر په توګه کارولي، نو ځکه د مسافرو د هر ډول زیان مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات په پوره احتیاط سره ترسره کېږي.

په داسې حال کې، یاغیان ادعا کوي چې لا هم د سل تنو څخه زیات کسان د دوی په ولکه کې دي، خو د خلاصون په موخه یې عملیات جریان لري.

د بلوچ ازادي غوښتونکي ترهګرې ډلې یاغیانو د اورګاډي پر ضد برید او د مسافرو گروگان نیولو مسوولیت منلی دی.

سیمه‌ییزو سرچینو ادعا کړې چې د اورګاډي له سلو څخه زیات مسافر د پوځ غړي دي چې بلوچستان ایالت ته د ماموریت څخه راستنېدل او اوس مهال د تجزیه‌طلبو یاغیانو لخوا گروگان نیول شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یوه پیغام له لارې په بلوچستان ایالت کې د اورګاډي مسافرو پر ضد د ترهګرو برید وغند او ویې ویل: "د دې بزدلانه عمل د عاملینو پر ضد سخت عملیات به تر هغه دوام وکړي چې وروستی ترهګر له منځه لاړ شي."

د پاکستان پوځ مخکې ویلي وو چې پر اورګاډي برید او گروگان‌نیونه له افغانستان څخه طرحه شوي او ترهګر په دوامداره توګه د سپوږمکۍ ټلیفونونو له لارې له افغانستان کې د خپلو مشرانو سره په اړیکه کې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره شپه د یوې اعلامیې له لارې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ټینګار سره، په پاکستان کې گروگان‌نیونه وغندله.

اسماعیل بقائي د پاکستان په بلوچستان کې د مسافر وړونکي اورګاډي د گروگان‌نیونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د بې‌ګناه وګړو د امنیت او ژوند په خطر کې اچولو له امله یې دا ترهګریز عمل وغند.

په پاکستان کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت هم په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي د ترهګریزو عناصرو برید او د ولسي وګړو، په شمول د ښځو او ماشومانو، گروگان نیول په کلکه وغندل.