پاکستان د افغانستان او هند خلاف په ملګرو ملتو کې شکایت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158176-پاکستان_د_افغانستان_او_هند_خلاف_په_ملګرو_ملتو_کې_شکایت_کوي
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم، وايي چې هېواد یې غواړي له ترهه ګرۍ د هند او طالبانو د ملاتړ پر ضد ملګروملتو ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړي.
(last modified 2025-03-15T05:13:49+00:00 )
Mar 15, 2025 09:42 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان او هند خلاف په ملګرو ملتو کې شکایت کوي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم، وايي چې هېواد یې غواړي له ترهه ګرۍ د هند او طالبانو د ملاتړ پر ضد ملګروملتو ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړي.

 اکرم زیاته کړې چې په دې شکایت کې به هند او طالبان د افغانستان له خاورې د تروریزم په صادرولو کې په رول لرلو تورن کړي

هغه ټینګار کړی چې راتلونکی ګام به په ملګروملتو کې له تروریزم د هند د ملاتړ افشا کول وي.​

ده دا حرګندونې وروسته له دې وکړې چې د بلوچستان بیلتون غواړي پوځ  په یوه ترهه ګر  اقدام کې له کوټې څخه پېښور ته د یوه تلونکي ریل ګاډی  مخه ونیوله .

د پاکستان پوځ او د باندنیو چارو وزارت ویلی دی  چې حمله کوونکو په افغانستان کې له خپلو پلانونکیو سره د مخابرې له لارې تماس درلود.

خو د طالبانو حکومت او هند د بلوچستان په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.