د تورخم لاره پرانيستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158346-د_تورخم_لاره_پرانيستل_شوه
پاکستاني چارواکو د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې د تورخم لارې د بشپړ پرانېستو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې هغه کسان پر دې لاره تګ راتګ کولای شي چې قانوني وېزه ولري.
(last modified 2025-03-23T08:17:41+00:00 )
Mar 23, 2025 12:46 Asia/Kabul
  • د تورخم لاره پرانيستل شوه

پاکستاني چارواکو د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې د تورخم لارې د بشپړ پرانېستو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې هغه کسان پر دې لاره تګ راتګ کولای شي چې قانوني وېزه ولري.

ډان ورځپاڼې نن د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د تذکرې  نه لرونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې دغه هیواد ته سفر وکړي

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې یو پاکستانی پلاوی د ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره پر خبرو اترو بوخت دی.

د پاکستان حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نیټه ټاکلې ده.