افغان کډوالو شهبازشریف ته پرانیستی لیک استولی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158374-افغان_کډوالو_شهبازشریف_ته_پرانیستی_لیک_استولی
تر اوسه د پاکستان لومړي وزیر په دې تړاو څه نه دي ویلي، او نوموړی لاهم پخپله هغه پرېکړه ولاړ دی چې له مخې دې افغان کډوال د مارچ له ۳۱مې وړاندې ووځي.
(last modified 2025-03-24T08:06:39+00:00 )
Mar 24, 2025 12:34 Asia/Kabul
  • افغان کډوالو شهبازشریف ته پرانیستی لیک استولی

تر اوسه د پاکستان لومړي وزیر په دې تړاو څه نه دي ویلي، او نوموړی لاهم پخپله هغه پرېکړه ولاړ دی چې له مخې دې افغان کډوال د مارچ له ۳۱مې وړاندې ووځي.

 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې دېره هغو افغان کډوالو چې امریکا کې د بیا میشتېدو په تمه پاکستان کې انتظار دي، د دغه هېواد لومړي وزیر ته لیک استولی.

د راپورونو پر بنسټ په دغه لیک کې له شهباز شریف غوښتل شوي،چې د افغانانو جبري ایستل دې ودرول شي او د ویزې غځولو بهیر دې اسانه کړي.

تر اوسه د پاکستان لومړي وزیر په دې تړاو څه نه دي ویلي، او نوموړی لاهم پخپله هغه پرېکړه ولاړ دی چې له مخې دې افغان کډوال د مارچ له ۳۱مې وړاندې ووځي.

بل لورته پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د علي امین ګنډاپور په مشرۍ، د خېبرپښتونخوا حکومت هم د مرکزي حکومت هغې پرېکړې ته غاړه ایښې چې افغان کډوال باید د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې مخکې هېواد ته ستانه شي.

تر دې مخکې علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت د دغې پرېکړې مخالفت کړی و او زیاته کړې یې وه چې د قانوني اسنادو درلودونکو افغان کډوالو ته دې پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل  شي.