پاکستان اوازبکستان د ترانس افغان پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158874-پاکستان_اوازبکستان_د_ترانس_افغان_پروژې_پر_چټکتیا_ټینګار_وکړ
د ازبکستان ولسمشر، د پاکستان د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې د ترانس- افغان کوریډور د پروژې د عملي کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2025-04-08T06:49:33+00:00 )
Apr 08, 2025 11:16 Asia/Kabul
  • پاکستان   اوازبکستان د ترانس افغان پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ

د ازبکستان ولسمشر، د پاکستان د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې د ترانس- افغان کوریډور د پروژې د عملي کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د ازبکستان ولسمشر «شوکت میرضیایف» د پاکستان د سناجرګې له رئیس «یوسف رضا ګیلاني» سره په خبرو کې د سیمه ییزو همکاريو د پراخېدو لارې چارې وارزولې او د ترانس- افغان دهلیز د پروژې د ژر عملي کېدو اړتیا یې یاده کړه.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراخېدو یادونه وکړه او د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي، د ګډو پانګونو پراخېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د ډېرېدو په اړه هم بحث وکړ.

ترانس- افغان د ریللارې هغه پروژه ده چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصلوي.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان حکومتونو د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې د ترانس- افغان ریللارې د جوړولو د لار نقشه‌ لاسلیک کړې وه.