پاکستان وایي دغیرقانوني کډوالو وېستل زمونږ مشروع حق دی
(last modified Sat, 12 Apr 2025 02:47:25 GMT )
Apr 12, 2025 07:17 Asia/Kabul
  • پاکستان وایي دغیرقانوني کډوالو وېستل زمونږ  مشروع حق دی

د افغان رسندویو له راپور سره سم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، دغیرقانوني کډوالو ایستل د پاکستان مشروع حق دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه هېواد له ملګرو ملتونو سره د زیانمنونکو د خوندیتوب په موخه کار کوي او دغه برخه کې د هر راز شکایتونو څېړنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان د افغانستان او پاکستان د اړیکو تاریخي او فرهنګي مخینې ته په اشارې ویلي، چې امنیتي وضعیت د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوازنی خنډ دی.

بل لورته پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې لویدیځو هېوادونو ته د لېږد ته په تمه دي، د روانې اپرېل میاشتې تر ۳۰مې وروسته به له پاکستانه و ایستل شي.

 له بلی خوا د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري ویلي، د کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل نه غځول کیږي.

نوموړي پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو په تړاو، چې لویدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي، ویلي، ځینې دغه افغانان د درېیمو هېوادونو د سفر لپاره تایید شوي خو دغه بهیر له ځنډ سره مخ دی او په خبره یې، که د قناعت وړ دلایل وړاندې شي، د ځینو کسانو دوسیې به بیا و ارزوي.