پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړي
Apr 13, 2025 11:02 Asia/Kabul
د افغانستان د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره پر سوداګرۍ خبرې کړې دي.
یاد وزارت خبر ورکړی، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ برخه کې د همغږۍ زیاتېدو او د ټرانزیټ پر وړاندې د ستونزو پر حل خبرې کړي.
سرچینې زیاته کړې چې، دواړه لورو په دې لیدنه کې د همکارۍ پر اړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پروسه کې د اسانتیاوو په موخه په ګډو پرېکړو ټینګار کړی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه داسې مهال دا ناسته کېږي، چې تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اندازه کې ۶۶ سلنه کموالی راغلی دی.
ټیګونه