د پاکستان په بلوچستان کښې درې پولیس وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i159094-د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_درې_پولیس_وژل_شوي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د چاودنې له امله درې پولیس وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان دي.
(last modified 2025-04-16T02:52:32+00:00 )
Apr 15, 2025 15:36 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې درې پولیس وژل شوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د چاودنې له امله درې پولیس وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان دي.

دا چاودنه د کیښودل  شوي ماین له امله رامنځته شوې او د پولیسو موټر یې په نښه کړی دی.

پولیسو ویلي چې د دې پېښې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت هم نازک دی، خو زیاتوي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پرون هم د پاکستان په نوشکي سیمه کې د دې هېواد پر پوځي مرکزونو برید شوی و.

بلوچستان، د خیبر پښتونخوا ترڅنګ، د پاکستان له ناامنه  صوبو څخه دی.

په روان کال کې په بلوچستان کې د پاکستان پر پوځ وسله‌وال بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي دي