د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورځي
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به راتلونکي کې کابل ته سفر ولري.
صادق خان او امیر خان متقي ټینګار کړی، چې راپورته شوي مسایل به د باور په فضا کې په خبرو اترو حل کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې د همغږۍ ګډې کمېټې اوومې غونډې په تړاو ویلي، چې د ورته میکانېزمونو له لارې دوامداره ښکېلتیا د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالي کمولو او په دوه اړخیزو اړیکو کې د متقابل تفاهم پیاوړتیا لپاره اړینه ده.
د طالبانو حکومت چارواکي وايي له ۱۵ میاشتني ځنډ وروسته په کابل کې د همغږۍ ګډې کمېټې ناسته هم د همدې موخې لپاره رابلل شوې، څو له پاکستان سره راپورته شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.