د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکریټري پاره چنار ته رسیدلی
(last modified Tue, 22 Apr 2025 12:51:28 GMT )
Apr 22, 2025 17:21 Asia/Kabul
  • د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکریټري پاره چنار ته رسیدلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکریټري شهاب علي شاه د کرمې ضلعې مرکز پاره چنار ته ورسید چې د پاره چنار د پیښې په هکله د سیمې له مشرانو سره کتنه او خبرې وکړي.

له دې سره په یووخت د کرمې ضلعې لپاره جوړه شوي لویه جرګه هم پاره چنار ته رسیدلي ده.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د کرمې ضلعې د طوري او د بنګښ شیعه قبیلو او قومونو لپاره د ټل پاره چنار لاره له تیرو اوو میاشتو راهسې تړل شوي ده چې له کبله یې په شیعه میشته سیمو کښې خوراکي شیان، درمل او پیټرول او د ژوند نور ضروري شیان ختم شوي دي او خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي.

د ټل پاره چنار لارې د تړل کیدا په وجه د طوري او د بنګښ قبیلو په لسګونو ماشومان او بوډاګان د درملو او دوایانو د نشتون له کبله مړه شوي دي او اوس هم ډیر ناروغان له مرګ سره مخامخ دي.

د پاکستان د کرمې ضلعې د بګن ، اوچت او مندریو سیمو خلکو د  طوري او د بنګښ قبیلو پرضد له تیرو اوو میاشتو راهسې خپلو بریدونو او د لارو بندولو ته دوام ورکړی دی او حکومت او پوځي چارواکو د دغو سیمو ترهګر کسان نه دي نیولي.

څو ورځې مخکې هم د بګن سیمې خلکو د طوري قوم درې بې ګناه خلک چې پیښور ته روان وو له ګاډو کوز کړل او هغه یې په خوړ کښې په ډیر ظلم سره ووژل.

بل خبر دا چې د پاکستان حکومتي ملیشا ځواکونو ایف سي د پاره چنار د خلکو د پرلتې تمبوان پرون په بدمعاشۍ سره لیرې کړل او د خلکو سپکاوی یې هم وکړ او ځینې ځايي خلیک یې ووهل.