د پاکستان په کویټه کښې ماین چاودنې څلور کسان وژلي
(last modified Fri, 25 Apr 2025 11:42:08 GMT )
Apr 25, 2025 16:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کویټه کښې ماین چاودنې څلور کسان وژلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د ماین چاودنې له کبله څلور حکومتي عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي هم دي.

د کویټه ښار په یوې سیمې کښې نن د امنیتي ځواکونو د یوه ګاډي پرضد د ماین چاودنه شوه چې له کبله یې څلور حکومتي عسکر وژل شو او درې نور ژوبل دي.

دا په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په بلوچستان صوبې کښې دوهمه بم چاودنه ده چې کیږي او له کبله یې ټول ټال اته کسان وژل شوي.

دغه راز د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې هم د حکومتي عسکرو پرضد یوه حمله وشوه او له کبله یې دوه پولیس ژوبل شوي دي.

له تیرو څو میاشتو راهسې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کښې ترهګرې حملې زیاتې شوي چې له کبله یې ګڼ شمیر حکومتي عسکر او پولیس او عسکر وژل شوي.

بل خبر دا چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د کرمې ضلعې ټل پاره چنار لاره هماغه راز د طوري او د بنګښ قبایلو پرمخ تړل شوي ده او  په دغه لاره یوازې د کرمې اهل سنت په ازادۍ او اسانۍ سره تګ راتګ کوي خو د طوري قوم  ګاډو او خلکو ته د تلو اجازه نه ورکول کیږي او که چیرې کوم طوری په ټل پاره چنار لاره لاړ هم شي نو په بګن ،  مندوریو او اوچت کلیو کښې وسله وال اهل سنت کلیوال او د دوې ټروریسټ ملاتړي او حمایت کونکي د طوري قوم غړي له ګاډو کوزوي او د هغوې سرونه پرې کوي او مړي یې ټوټې ټوټې کوي.

د پاکستان د کرمې ضلعې طوري او بنګښ قبایل له تیرو اوو میاشتو راهسې د خوراکي ، شیانو، درملو ، پیټرولو او د ژوند د نورو ضروري شیانو له کمښت سره مخامخ دي.