د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته رسیدلی
د پاکستان جنګ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې ایران د پاکستان او هند ترمنځ د تاو تریخوالي د کمولو هڅو د چټک والې په لړۍ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په یوه رسمي سفر پاکستان ته ورسېد.
د را پورو له مخې؛ د اسلام اباد په هوایي ډګر کې ښآغلي عراقچي ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لوړ رتبه چارواکو له لورې هرکلی وویل شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سره لیدنې وکړي.
د دغه لیدنو پر مهال به د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو چارو په اړه خبرې اترې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به همدې اوونۍ کې هند ته هم په یوه سفر لاړ شي.