د هند بې پایلوټه الوتکې د پاکستان څلور نور پوځيان ژوبل کړل
(last modified Thu, 08 May 2025 07:42:14 GMT )
May 08, 2025 12:12 Asia/Kabul
  • د هند بې پایلوټه الوتکې د پاکستان څلور نور پوځيان ژوبل کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر «ايي ایس پي ار» ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل چې د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته نږدې د هندوستان د بې پایلوټه الوتکې په برید کښې څلور پوځيان ژوبل شوي او مهماتو ته یې جزوي تاوان هم رسولی.

د هندوستان بې پایلوټه الوتکې دغه راز د سیند صوبې په میانو کښې هم په برید کښې یو عادي وګړي وژلی او یو بل یې ژوبل کړی.

د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر «ايي ایس پي ار» ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل د پاکستان پوځ په بیلابیلو ځایونو کښې د هندوستان دیارلس بې پایلوټه الوتکې شنډې کړي دي.

هغه وویل هندوستان  بیلابیلو ځایونو ته د هاروپ په نوم د بې پایلوټه الوتکو په استولو سره د پاکستان پرضد بل ښکاره پوځي تیری ترسره کړی دی.

چوهدري وویل د پاکستان پوځ زیات تیارسی دی او ځیر دی او تراوسه یې په بیلابیلو ځایونو کښې دولس هاروپ بې پایلوټه الوتکې شنډې کړي دي.

هغه وویل د پاکستان پرضد د هندوستان دغه تیري اوس هم دوام لري او د هندوستان لسمونکي اقدامات د مي د میاشتې په شپږمه او اومه نیټه په بد ډول ناکامه شوي کله چې هغوې په پاکستان کښې په بیلابیلو سیمو کښې په جوماتونو او بیخ بنایانو باندې حملې وکړې او د ماشومانو او د ښځو په شمول یې بې ګناه خلک ووژل.