پاکستان له هندوستان سره په دقیق ډول اوربند اجرا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i159962-پاکستان_له_هندوستان_سره_په_دقیق_ډول_اوربند_اجرا_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د اوربند د خلاف ورزۍ په هکله د هندوستان دریځ ته په غبرګون کښې د نوي ډيلي ځواکونه په کارړنګونې تورن کړل او ویې ویل اسلام اباد د اوربند دقیق اجرا کولو ته ژمن دی او په سیمه کښې دیره ځواکونه باید زغم وښيي.
(last modified 2025-05-10T23:26:37+00:00 )
May 11, 2025 03:53 Asia/Kabul
  • پاکستان له هندوستان سره په دقیق ډول اوربند اجرا کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د اوربند د خلاف ورزۍ په هکله د هندوستان دریځ ته په غبرګون کښې د نوي ډيلي ځواکونه په کارړنګونې تورن کړل او ویې ویل اسلام اباد د اوربند دقیق اجرا کولو ته ژمن دی او په سیمه کښې دیره ځواکونه باید زغم وښيي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند شفقت علي خان د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل چې اسلام اباد هماغه راز له هندوستان سره د اوربند چې پرون اعلان شوي دقیق اجرا کولو ته ژمن دی.

شفقت علي خان دغه راز د هندوستان ځواکونه په ځینو سیمو کښې د اوربند په خلاف ورزۍ کولوتورن کړل او زیاته یې کړه د پاکستان ځواکونه په مسوولیت منلو او زغم ښودلو سره له حالاتو سره چلند کوي.

دغه راز د هندوستان د خارجه وزارت مرستیال هم خپل ګاونډی هیواد پاکستان د اوربند په بیا بیلا خلاف ورزۍ کولو تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې د هندوستان ځواکونه د پاکستان دغو اقداماتو ته متناسب ځواب ورکوي.

هغه وویل مونږ له پاکستان څخه غواړو چې د اوربند د خلاف ورزۍ د ختمولو او په دغه حالت د غور کولو لپاره مناسب اقدامات ترسره کړي.

په یوبل باندې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو د بریدونو په چوکاټ کښې د پاکستان او د هندوستان ترمینځ له پینځو ورځو سختو جنګونو وروسته بالاخره دغه دوه هیوادونه پرون د اوربند په سمدستي او کامل ډول د  اجرا کولو لپاره موافقې ته ورسیدل.

په داسې حال کښې چې د هندوستان پوځ وايي چې نوي ډیلي په پاکستان کښې دیره د ترهګرو ډلو مرکزونو ته سخت ګوزار ورکړی دی خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ټینګار کړی چې په پاکستان کښې د ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې د حملو کولو په هکله د نوي ډیلي ادعا بې اساسه او د نړۍ د عمومي افکارو د منحرفولو لپاره ده.

 هندوستان وايي چې د پاکستان د پنجاب صوبې په مرید کی سیمه کښې د نوي ډیلي  په بریدونو کښې د لشکر طیبه ډلې د مشر مسعود اظهر د کورنۍ لس کسان او دغه راز د هغه څلور مهم ملګري هم وژل شوي دي.