د پاکستان لومړي وزیر نن د مننې ورځ اعلان کړه
(last modified Sun, 11 May 2025 03:37:22 GMT )
May 11, 2025 08:07 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړي وزیر نن د مننې ورځ اعلان کړه

زمونږ خبریال راپور راکړي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن د تشکر ورځ اعلان کړه چې د هندوستان پرضد بریالي پوځي عملیات ولمانځي.

هغه وویل پاکستان به نن د یوم تشکر یعني د مننې ورځ ولمانځي ځکه چې پاکستان هندوستان ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او د هندوستان پرضد د پاکستان د «بنیان المرصوص» عملیات هم بریالي وو.

د مننې ورځ به د خدای پاک د تشکر او دغه راز د وسله والو ځواکونو د ښې روحیې او د ټول ملت د وحدت د ستایلو لپاره ولمانځل شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل د بنیان المرصوص پوځي عملیاتو د دښمن تیریو ته اغیز شیندونکی او غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او زیاته یې کړه پاکستان په هر محاذ کښې خپل بروالی وښود.

هغه د پاکستان له ملت او مذهبي متفکرانو وغوښتل چې په ټول هیواد کښې د خدای پاک د تشکر کولو لپاره لمانځونه وکړي او د شهید شویو کسانو لپاره دې هم لمانځونه وکړي.