د پاکستان سفیر:
د تهران او اسلام آباد اړیکې نه ختمېدونکي دي
May 25, 2025 11:21 Asia/Kabul
پارس ټوډې – په تهران کې د پاکستان سفیر، د دې د بیان ترڅنګ چې "ایران زما دویم کور دی" ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو اړیکې نه ختمېدونکي دي.
محمد مدثر تیپو تهران ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د سفر په اړه په لنډه یادښت کې وویل: هره نوې لیدنه له ځان سره په دوه اړخیزو اړیکو کې مثبت بدلون راولي.
په تهران کې د اسلام آباد ډیپلمات همدا څرګنده کړه چې ایران او پاکستان ښې اړیکې او ژمنتوبونه او ډېری ظرفیتونه لري، چې هیله ده په راتلونکي کې دا اړیکې لا نورې هم ټینګې شي.
(ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر ایران ته دوه ورځنی سفر ولري.)
ټیګونه