پاکستان کښې د بارانونو له کبله اوه نور کسان مړه شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې پرون د سختو بارانونو او طوفانونو له کبله تراوسه اوه کسان مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.
د پاکستان په پنجاب ، خیبر پښتونخوا صوبو او دغه راز په ازاد جمو او کشمیر سیمه کښې سخت بارانونه او طوفانونه راغلي دي.
دا په روانه اونۍ کښې دوهم ځل دی چې د پاکستان په ډیرو سیمو کښې سخت بارانونه او طوفانونه راغلي دي.
په تیرې شنبې ورځ هم د پاکستان په ډيرو سیمو کښې سختو بارانونو او طوفانونو ډیرو کورونو ، فصلونو او بیخ بنایانو ته تاوانونه رسولي وو چې له کبله یې نولس کسان مړه او له نوي څخه زیات کسان ژوبل شوي هم وو.
د پاکستان په پنجاب صوبې کښې پرون بیلابیلو سیمو کښې طوفان له کبله دوه کسان مړه شول او شل نور ژوبل شول.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې په بیلابیلو سیمو کښې د سختو بارانونو له کبله پرون دوه کسان مړه شول او لس نور ژوبل هم شول.
د پاکستان تر واک لاندې په ازاد جمو او کشمیر کښې هم پرون د طوفان او د باران له کبله درې ښځې مړې شوي او یو کس بې درکه شوی او دغه راز کورونو ته هم تاوانونه رسیدلي دي.
په پاکستان کښې تراوسه د مون سون بارانونه نه دي شروع شوي خو هرکال په دغه هیواد کښې د سختو بارانونو له کبله سیلابونه راځي او سلګونو کسان پکښې مړه کیږي او ژوبلیږي هم.
په پاکستان، هندوستان او بنګلادیش کښې د مون سون بارانونو د پیلیدا وخت اوس څو ورځې وروسته پیلیږي.