جنوبي وزیرستان کښې د ډرون برید له کبله ۲۳ کسان ټپيان شوي'
May 28, 2025 13:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې له جنوبي وزیرستانه رسېدلي رپوټونه وايي، د 'یوه ډرون برید' پایله کې د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان ټپیان شوي دي.
په یوه رپوټ کې د ځايي سرچینو په حواله ویل شوي، چې پېښه تېر ماښام (سې شنبه) د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې شوې.
د سیمې خلک ادعا کوي، چې ډرون ته څېرمه یو څه یې د الوت په حال کې ولید، چې وروسته چاودنه وشوه.
د یادونې ده، چې په دې سیمه کې یو شمېر دکانونه هم شته چې تر څنګ یې د والیبال یو لوبغالی هم موقعیت لري.
د واڼه مرکزي روغتون مسوول ډاکتر جان محمد ته ویلي، ډېری ټپیان له درملنې وروسته کورونو ته استول شوي دي، خو دوه ټپیان چې ډېره وینه یې بهیدلي او سخت ټپیان دي، د درملنې لپاره ډېره اسماعیل خان ته استول شوي دي.
ټیګونه