په خیبرپښتونخوا کې ۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي
(last modified Fri, 30 May 2025 09:33:07 GMT )
May 30, 2025 14:03 Asia/Kabul
  • په خیبرپښتونخوا کې ۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوې پوستې پر چک پوسټ برید شوی، چې په کې د دوی ۴ سرتېري وژل شوي.

د پاکستان پوځ، چې دا بریدګر یې د هند ملاتړي کسان بللي، ویلي چې ۷ تنه بریدګر په جلا جلا نښتو کې وژل شوي.

د پوځ په وینا، په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیات لا هم روان دي.

څو ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان د ارمي سکور په بس موټر برید هم پاکستان ادعا کړې وه، چې د هند لخوا ترسره شوې دی.