د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي په افغانستان کې سفیر ټاکي
پاکستان پریکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر مقام د سفیر کچې ته لوړ کړي، ترڅو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې پیاوړې شي.
د نړیوالو قوانینو له مخې، شارژدافیر ته د سفیر په څېر ځانګړې حقوق او خوندیتوب ورکړل شوی دی، او عموماً په دې حقونو کې د شارژدافېر ټیم هم شاملېږی. خو د شارژدافیر مقام د سفیر په پرتله ټیټ وي او د رسمي ډیپلوماتیکو مراسمو په مهال د سفیر په څېر درناوی نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار په ایکسپاڼه کې لیکلي: «د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۹ مه، ما د پاکستان له پلاوي سره کابل ته یو ډېر ګټور سفر وکړ، چې له امله یې د پاکستان او افغانستان اړیکې مثبت لوري ته روانې شوې.»
هغه زیاته کړه، د دې «مثبت پرمختګ» د دوام لپاره یې د پاکستان د حکومت له خوا په کابل کې د خپل دیپلوماتیک حضور د شارژدافیر له کچې څخه د سفیر کچې ته د لوړولو پرېکړه کړې ده.