د پاکستان پوځ او ترهګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i160800-د_پاکستان_پوځ_او_ترهګرو_ترمنځ_نښته_کې_۱۶_کسان_وژل_شوي
د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ ضد دوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ ترهګر عناصر ووژل شول او څلور پاکستاني عسکروهم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
(last modified 2025-05-31T01:51:31+00:00 )
May 31, 2025 06:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ او ترهګرو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ ضد دوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ ترهګر عناصر ووژل شول او څلور پاکستاني عسکروهم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پارس ټوډې د ایرنا له قوله وویل چې د بلوچستان ولایت په لورالایي او کیچ دوو سیمو کې د نښتو په پایله کې د بلوچ بیلتون غوښتونکو سره تړلي پنځه عناصر ووژل شول.

همدارنګه، د شمالي وزیرستان او چترال سیمو کې د پاکستاني پوځ ځواکونو په عملیاتو کې، د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې لږترلږه اووه غړي ووژل شول.

همداراز په شمالي وزیرستان کې د پوځ په امنیتي پوسته باندې د ترهګرو په برید کې څلور پاکستاني عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.