پاکستان د کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی دي، چې له دې هیواده د افغان کډوالو په شمول دغیر قانوني بهرنیانو د ویستلو لړۍ تر پام وړ پوې چټکه شوې ده.
زمونږخبریال د افغان خبري سرچینو له قوله راپور راکړ،د پاکستان حکومتي او امنیتی ځواکونو یو وار بیا د افغانانو پشمول ټولو هغو بهرنیانو ته له دغه هیواده د وتلو خبرداری ورکړی چې په غیر قانوني توګه په دغه هیواد کې اوسیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی دي، چې له دې هیواده د افغان کډوالو په شمول دغیر قانوني بهرنیانو د ویستلو لړۍ تر پام وړ پوې چټکه شوې ده.
په دغې اعلامیې کې چې سه شنبې خپره شوې ده ویل شوي دي ،، یوازې په تېرو دوه میاشتو کې ۲ لکه ۱۶ زره او ۴۴۱ افغانان له هیواده ویستل شوي دي. چې د افغان تابعیت کارت لرونکي ( اې سي سي) او بې اسناده افغان کډوال پکې شامل دي.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان په اسلام اباد کې میشت یو شمېر افغانان وائي د لوی اختر له خلاصېدو سره سم د پلازمینې پولیسو د اسلام اباد په یو شمېر سیمو کې د هغو افغانانو د نیولو لړۍ یو وار بیا پیل کړې چې د ویزو موده ئې پای ته رسېدلې ده. دوی په سر کې حاجي کمپ ته بیولل کیږي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته استول کیږي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې له دغه هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه.د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له هغه وخته بیا تر دې دمه له یو میلیون ډېر بې اسناده او افغان تابعیت کارت لرونکي افغان کډوال له هیواده ویستل شوي او دا پروسه په چټکۍ روانه ده.
پاکستان د روان ۲۰۲۵ په جنورۍ کې میاشت کې اعلان وکړو چې د مارچ تر ۳۱ دې د "اې سي سي " یا افغان تابعیت کارت لرونکي افغان کډوال له دې هیواده ووځي کنه د اپریل په لومړۍ نیټه به یې په وړاندې له زوره کار واخیستل شي.