د پاکستان په بلوچستان کښې برید کښ یو ځوان ووژل شو
(last modified Tue, 01 Jul 2025 11:57:09 GMT )
Jul 01, 2025 16:27 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې برید کښ یو ځوان ووژل شو

زمونږ خبریال راپور راکړی نن د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې د ترهګرو ډلو په برید کښې یو ځوان ووژل شو او اوه نور کسان ژوبل هم شول.

د بلوچستان صوبې د حکومت ویاند «شاهد رند» وویل چې د حکومتي عسکرو او د ترهګرو ترمینځ په سختو ډزو کښې دوه ټروریسټان ووژل شول.

هغه وویل ترهګرو کسانو په تحصیل دفتر ،حکومتي دفترونو او په یوه بانک باندې بریدونه وکړل او  یو شپاړس ځوان ووژل شو او اوه نور کسان ژوبل شول.

د پاکستان د بلوچستان صوبې مستونګ سیمه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی او په دغه سیمه کښې ټروریسټان هره ورځ په رڼا ورځ خلک وژني.

بل خبر دا چې د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور او نورو سیمو کښې نن څلور اعشاریه څلور ریشټره زلزله راغله خو تراوسه یې د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله هیڅ راپور نشته.