په پاکستان کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Jul 02, 2025 15:09 Asia/Kabul
پارس ټوډی - په شمال لويديځ پاکستان کې د بم چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د پارس تودي د راپور له مخې، چې د ايرنا له قوله دی، دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا په باجوړ سيمه کې رامنځته شوه.
د دې راپور له مخې، په دې چاودنه کې يو لوړ پوړی دولتي چارواکی هم د ۴ قربانيانو په ډله کې دی او په دې پېښه کې څو دولتي موټرونه هم ويجاړ شوي دي.
پوليسو اعلان کړی چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپيان شوي او د ځينو حالت نازک دی، چې له امله يې د تلفاتو شمېر کيدای شي زيات شي.
تر اوسه هېڅ ډلې د شمال لويديځ پاکستان د دې چاودنې مسووليت نه دی منلی.
ټیګونه