پاکستان او افغانستان کابو یو میلیارد ډالر سوداګري کړې
Jul 14, 2025 05:50 Asia/Kabul
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلان وايي، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۹۸۹ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد رسنیو ته ویلي چې، په دغه راکړه ورکړه کې ۲۷ ملیونه ډالر صادرات او ۷۱۲ ملیونه ډالر واردات دي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان په صادراتو کې ممیز، پنبه، پیاز، د ډبرو سکاره، رومیان، او یو شمېر نور توکي شامل دي.
دغه راز په وارداتي توکو کې بوره، وریجې، د کارخونو خام مواد، طبي او نور مواد شامل دي.
له دې سره هممهاله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وایي، که څه هم له دغه هیواد سره د غلام خان بندر تړل شوی؛ خو د سږ کال په سوداګرۍ کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.
ټیګونه