غلام خان بندر بېرته پرانیستل شو
Jul 16, 2025 11:54 Asia/Kabul
د طالبانو د سرحدي پولیسو قومندانۍ ویاند فاروقي وایي، د خوست غلام خان بندر لار نن بېرته پرانیستل شو.
نوموړی وایي دغه لار د ۱۵ ورځو لپاره د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
غلام خان بندر څو ورځې وړاندې د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې و.
غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو مهم اقتصادي بندر دی چې د خوست ولایت او شمالي وزیرستان ترمنځ موقعیت لري.
دا بندر د افغانستان ختیځو سیمو ته د صادراتو او وارداتو لپاره اسانه او لنډه لاره برابروي، چې له امله یې د ترانسپورت لګښتونه کمېږي او سوداګریز فعالیتونه چټک کېږي.
ټیګونه