متقي وایي د اګسټ په لومړۍ اوونۍ کې پاکستان ته سفر کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i162686-متقي_وایي_د_اګسټ_په_لومړۍ_اوونۍ_کې_پاکستان_ته_سفر_کوي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي وویل، چې د راتلونکې اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پاکستان ته ورځي.
(last modified 2025-07-23T10:32:17+00:00 )
Jul 23, 2025 14:58 Asia/Kabul
  • متقي وایي د اګسټ په لومړۍ اوونۍ کې پاکستان ته سفر کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي وویل، چې د راتلونکې اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پاکستان ته ورځي.

نوموړي نن د دې وزارت د کلني راپور په موخه جوړې شوې رسنیزې ناستې ته دا خبره وکړه.

امیرخان متقي زیاته کړې، چې په دې سفر کې به پاکستان سره پر سیاسي، اقتصادي او هغو مسایلو خبرې وکړي، چې د دواړو هېوادونوترمنځ موجود دي.

که څه هم متقي په ښکاره د امنیتي اندېښنې خبره تایید نه کړه، خو پاکستان لا هم له افغانستانه امنیتي اندېښنې لري.

د دې اندېښنو په لړ کې کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي سفر  وو  چی له سراج الدین حقاني سره  یی وکتل او په دې تړاو یې خبرې وکړې.

پاکستان ته د طالبانود خارجه وزیر  سفر، پاکستاني رسنیو هم د دغه هېواد د چارواکو له قوله له وړاندې تایید کړی، چې ټاکل شوې، د اګسټ په پای کې د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته هم وشي.