د پاکستان د جماعت اسلامي امیروایی باید له ایران سره ودریږو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i162690-د_پاکستان_د_جماعت_اسلامي_امیروایی_باید_له_ایران_سره_ودریږو
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر "حافظ نعیم الرحمن"، له نتنیاهو سره د ټرمپ ملګرتیا وغندله او له صهیونیسټ رژیم سره یی په جوړجاړي تړون په نیوکې سره د اسلام آباد حکومت ته په خطاب کې وویل: "مونږ باید هماغه راز د ایران له اسلامي جمهوریت سره ودریږو."
(last modified 2025-07-23T11:21:36+00:00 )
Jul 23, 2025 15:47 Asia/Kabul
  • د پاکستان د جماعت اسلامي امیروایی باید له  ایران سره ودریږو

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر "حافظ نعیم الرحمن"، له نتنیاهو سره د ټرمپ ملګرتیا وغندله او له صهیونیسټ رژیم سره یی په جوړجاړي تړون په نیوکې سره د اسلام آباد حکومت ته په خطاب کې وویل: "مونږ باید هماغه راز د ایران له اسلامي جمهوریت سره ودریږو."

د پارس ټوډې په ویناد پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر "حافظ نعیم الرحمن"، نن  په اسلام آباد کې د ملي پیوستون شورا له  مرستیال مشر علامه "سید ساجد علي نقوي" لخوا کوربه توب شوي د فکر په ملي سیمینار کې د وینا پرمهال، د اسراییلو او امریکایی رژیمونو د تیري په وړاندې د ایران د قوي غبرګون ستاینه وکړه.

هغه  زیاته کړه: "د امریکا ولسمشر په سیمه کې له  سولې او پخلاینې سره لوبې کوي، پداسې حال کې چې هغه د ایران په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د تیري ملاتړ کوي او د فلسطینیانو د نسل وژنې په دوام کې شریک دی."

هغه وویل: ټرمپ په غزه، لویدیځه آسیا یا کشمیر کې د سولې په اړه د خبرو کولو په ځای  کې نه دی، د امریکا دوه ګونی معیار څرګند دی او موږ باید د مسلمانانو د دښمنانو له تعصب لرونکو پالیسیو دوکه نه شو.