پاکستانۍ څېړونکې: د ایران اټومي پروګرام د جانبدارانه رژیم منطقي ځواب دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i162850-پاکستانۍ_څېړونکې_د_ایران_اټومي_پروګرام_د_جانبدارانه_رژیم_منطقي_ځواب_دی
پارس‌ ټوډی  –  د پاکستان د ستراتیژیکو مسایلو یوه څېړونکې د لویدیځ د جانبدارانه چلند په غندلو سره، چې په کې د ایران پر ضد یو اړخیزه بندیزونه شامل دي، وویل: د تهران اټومي پروګرامونه په حقیقت کې د جانبدارانه رژیم او نړیوال منافقت په وړاندې یو منطقي ځواب دی. 
(last modified 2025-07-28T10:15:22+00:00 )
Jul 28, 2025 14:41 Asia/Kabul
  • پاکستانۍ څېړونکې: د ایران اټومي پروګرام د جانبدارانه رژیم منطقي ځواب دی

پارس‌ ټوډی  –  د پاکستان د ستراتیژیکو مسایلو یوه څېړونکې د لویدیځ د جانبدارانه چلند په غندلو سره، چې په کې د ایران پر ضد یو اړخیزه بندیزونه شامل دي، وویل: د تهران اټومي پروګرامونه په حقیقت کې د جانبدارانه رژیم او نړیوال منافقت په وړاندې یو منطقي ځواب دی. 

د اسلام‌آباد د سیاسي څېړنو د انستیتوت (IPRI) غړې عالیه بتول، چې د پاکستان یو له غوره تحقیقاتي څېړنځایونو څخه دی، په یوه یادښت کې د وروستیو پېښو په اړه، چې د صهیونیستي رژیم او امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د تجاوز له امله رامنځته شوي، د ایران په وړاندې د لویدیځ دوه‌مخی چلند، د اسرائیل د اټومي وسلو د پراختیا ملاتړ او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د اقداماتو مشروعیت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د انتخابي چلند په وړاندې وڅېړه. 

دې څېړونکې په خپل یادښت کې لیکلي: پیاوړي او پرمختللي هېوادونه اکثراً هغه سیاستونه له پامه غورځوي چې خپله یې جوړوي، خو کمزوري هېوادونه باید د خپل امنیت د ساتنې لپاره له شرایطو سره ځان عیار کړي.

هغې زیاته کړې؛ د ایران په اړه، د هغه اټومي پروګرام د نړیوالو قوانینو د انتخابي پلي کولو له امله دی چې هېوادونه دې ته اړ باسي چې له خپل ځان دفاع وکړي.

عالیه بتول ټینګار وکړ: «ایران د موجوده نړیوال نظم د له منځه وړلو په لټه کې نه دی، بلکې د هغې موخه د تجاوز مخنیوی او په یوه دښمنانه ژئوپولیټیکي چاپېریال کې د خپل حاکمیت ساتنه ده.»