پاکستان: غزه د نړیوالو قوانینو قبرستان بدل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i162906-پاکستان_غزه_د_نړیوالو_قوانینو_قبرستان_بدل_شوی_دی
پارس‌ ټوډی - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیستي رژیم د غزې تړانګې پر وړاندې د تجاوزاتو په انتقاد سره د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه. 
(last modified 2025-07-29T08:44:25+00:00 )
Jul 29, 2025 13:12 Asia/Kabul
  • پاکستان: غزه د نړیوالو قوانینو قبرستان بدل شوی دی

پارس‌ ټوډی - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیستي رژیم د غزې تړانګې پر وړاندې د تجاوزاتو په انتقاد سره د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه. 

پارس ټوډی د مهر خبري اژانس له قوله خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «محمد اسحاق‌دار»  د ملګرو ملتونو په یوه نړیواله غونډه کې د فلسطین په اړه وویل: غزه نن ورځ د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو قبرستان بدل شوی دی. 

اسحاق ‌ډار زیاته کړه: د اسرائیل رژیم له خوا پر دې سیمې د لګول شوې محاصرې او د هغې د زیربناوو په نښه کول د انسانیت ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې دي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: د غزې تړانګې د خلکو دسته‌جمعي سزا باید ودرول شي. د نړیوالې ټولنې لپاره د باور وړ اقدام د وخت رارسېدلی دی ترڅو په ټوله اشغالي فلسطین کې د دایمي او سمدستي اوربند لپاره اقدام وکړي.