د پاکستان جنګي الوتکو د خوست پر اسمان ګزمې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i162952-د_پاکستان_جنګي_الوتکو_د_خوست_پر_اسمان_ګزمې_کړې
د افغان رسندویو له راپور سره سم سرچینو نن ویلي چې دغو الوتکو د تېرې شپې له ۱۱:۳۰ بجو راهیسې د خوست پر اسمان ګزمې کړي او د سیمې خلک یې وېرولي دي
(last modified 2025-07-30T09:59:09+00:00 )
Jul 30, 2025 14:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان جنګي الوتکو د خوست پر اسمان ګزمې کړې

د افغان رسندویو له راپور سره سم سرچینو نن ویلي چې دغو الوتکو د تېرې شپې له ۱۱:۳۰ بجو راهیسې د خوست پر اسمان ګزمې کړي او د سیمې خلک یې وېرولي دي

 

د خوست ځايي سرچینو ویلي چې د پاکستان جنګي الوتکو د خوست ولایت پر اسمان ګزمې کړې دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم سرچینو نن  ویلي چې دغو الوتکو د تېرې شپې له ۱۱:۳۰ بجو راهیسې د خوست پر اسمان ګزمې کړي او د سیمې خلک یې وېرولي دي.

سرچینو د خوست د باک او علیشېر ولسوالیو په ځینو سیمو، لکه ببرک تاڼې، ډبګي او سودک کې د لږ تر لږه څلورو پاکستاني جنګي الوتکو د ګزمې پخلی کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د الوتکو الوت دومره ټیټ و چې خلک یې له خوبه راویښ کړي دي.

سرچینې څرګندوي چې د سیمې اوسېدونکو د بمبارۍ له وېرې د یوې مودې لپاره خپل کورونه پرېښي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان جنګي الوتکو تر دې وړاندې هم د پکتیکا، پکتیا او خوست په ولایتونو کې د ټي ټي پي جنګیالیو پر مرکزونو بمباري کړې وه