تهران او اسلام آباد د سیمه ییزې سولې مهم لوبغاړي دي
د پاکستان د اطلاعاع رسونې وزیر اسلام آباد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سفر ډېر مهم او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا د پروسې په دوام کې و باله او ټینګار یې وکړ: تهران او اسلام آباد د سیمه ییزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره مهم لوبغاړي دي.
د پارس ټوډې په وینا عطاالله تارړ وویل، د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان له غوره اړیکو برخمن دي او په تیرو میاشتو کې مونږ نه یوازې په لوړه کچه د دې اړیکو وده لیدلې ده، بلکې زه باور لرم چې دواړه هیوادونه د سیمه ییز ثبات، ګډې همکارۍ او په مختلفو برخو کې د مهمو ګامونو پورته کولو په برخه کې د پام وړ رول لوبوي.
تارړ تېر کال پاکستان ته د ایران دشهید ولسمشر ایت الله ابراهیم رئیسي سفر ته په اشارې سره وویل: "په دې سفر کې د اړیکو د پیاوړتیا بنسټ کېښودل شو، او په دې دوه اړخیزو ژمنو کې سوداګري، پانګونه او د دواړو هیوادونو لپاره د علاقې وړ نورې برخې شاملې دي."
تارړ زیاته کړه: "په سیمه کې د سولې او ثبات له نظره، ایران او پاکستان دواړه مهم ځای لري. د ایران د ولسمشر سیاسي سلاکار "مهدي سنايي" د شنبې په ورځ پاکستان ته د ډاکټر مسعود پزشکیان د سفر خبر ورکړ.