غزې ته د امریکا د استازي ورتلل هسې یوه تبلیغاتي ډرامه وه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163076
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د غزې د بشر دوستانه فاونډیشن پخواني ټیکه دار «انټوني اګیلار» چې د امریکا او د اسرائیلو ملاتړ لري د غزې تړانګې د انساني کړکیچ په هکله د نړیوالو ارګانونو د کړچار په څرنګوالی سخته نیوکه وکړه او غزې ته د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف سفر یې یوه تبلیغاتي ډرامه وبلله.
(last modified 2025-08-03T01:45:08+00:00 )
Aug 03, 2025 06:10 Asia/Kabul
  • غزې ته د امریکا د استازي ورتلل هسې یوه تبلیغاتي ډرامه وه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د غزې د بشر دوستانه فاونډیشن پخواني ټیکه دار «انټوني اګیلار» چې د امریکا او د اسرائیلو ملاتړ لري د غزې تړانګې د انساني کړکیچ په هکله د نړیوالو ارګانونو د کړچار په څرنګوالی سخته نیوکه وکړه او غزې ته د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف سفر یې یوه تبلیغاتي ډرامه وبلله.

اګیلار چې له «العربي» ټيلي ويژن سره یې مرکه کوله وویل په پیل کښې مو داسې تصور کاوه چې زمونږ ماموریت د غزې خلکو ته د بشر دوستانه مرستو رسول دي خو په حقیقت کښې مو د ملکي وګړو د ساتنې لپاره هیڅ ډول حکم ترلاسه نکړ او د ملګرتیا تړون په روښانه ډول ښودنه کوي چې د خلکو امنیت د چارواکو لپاره لومړیتوب نه لري.

هغه وویل د مرستو د ویشلو مرکزونه عملا د فلسطین د غزې د بې دفاع وسیدونکو لپاره د مرګ په لومې بدل شوي دي.

د غزې د بشر دوستانه فاونډیشن پخواني ټیکه دار «انټوني اګیلار» په غزې تړانګه کښې ډیرو بدو انساني شرایطو ته په اشارې سره وویل ښځې او ماشومان له سختې لوږې او له مطلقې ناهیلې سره لاس او ګریوان دي په داسې حال کښې چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ورتلونکو کسانو مدیریت غیر انساني او له سپکاوي ډک چلند لري.

دغه عیني کتونکي ټینګار وکړ غزې ته د امریکا د ولمشر د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف د سفر په وخت ځینې فلسطینیان چې د مرستو د ترلاسه کوپو په انتظار وو شهیدان شول او دغه سفر د کیمرو مخ ته له یوې ډرامې پرته بل څه نه و.

هغه په دې خبرې سره چې له غزې تړانګې خپاره شوي تصویرونه له میداني حقیقت څخه د ناانکار وړ شواهد دي وویل مونږ په غزې تړانګه کښې د جنګي جنایت کتونکي یوو او دغه حالت باید دوام ونکړي.

اګیلار دغه راز دغه خبره ایشوا کړه چې د امریکا ځینې ښاریز هم د وسلو په لیږدولو سره په جنګونو کښې شتون لري او په هغه څه کښې چې په غزې کښې روان دي نیغ په نیغه ګډون لري.

هغه په پاې کښې خبرداری ورکړ په لسګونو فلسطینیان د مرستو د رسولو په مرکزونو کښې وژل کیږي او دا کومه پروپاګنډا نه ده  بلکې تریخ حقیقت دی  او دغه وژله باید ختمه شي.