پاکستان د سیمې د سولې لپاره له ایران سره دوامداره مشارکت غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163062-پاکستان_د_سیمې_د_سولې_لپاره_له_ایران_سره_دوامداره_مشارکت_غواړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل مونږ د سیمې د سولې لپاره له ایران سره د دوام لرونکي مشارکت غوښتونکي یوو.
(last modified 2025-08-03T02:47:39+00:00 )
Aug 03, 2025 03:53 Asia/Kabul
  • پاکستان د سیمې د سولې لپاره له ایران سره دوامداره مشارکت غواړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل مونږ د سیمې د سولې لپاره له ایران سره د دوام لرونکي مشارکت غوښتونکي یوو.

هغه د ایران له اسلامي جمهوریت سره د پوځي ملګرتیاو د زیاتولو پرضرورت باندې ټینګار سره وویل چې اسلام اباد په سیمه کښې د سولې او د ثبات لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوام لرونکي ګډون غوښتونکی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیګا په اسلام اباد کښې د ایران له دفاع وزیر برید جنرال «عزیز نصیر زاده» سره له کتنې وروسته د ایرنا خبري اژانس د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وویل ایران او پاکستان دوه داسې هیوادونه دي چې تر ابده به وروڼه پاتې شي.

هغه وویل اوسنۍ کتنې د ایران او د پاکستان اړیکې له مخکې څخه پیاوړي کړي دي او نوي او لوړې مرحلې ته د اړیکو د ورننوتلو سبب کیږي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف زیاته کړه د ایران او د پاکستان اړیکې ډیرې پایداره دي او مونږ په سیمه کښې د سولې د ثبیت لپاره د ایران له اسلامي  جمهوریت سره د یوه دوام لرونکي مشارکت غوښتونکي یوو.

هغه ټینګار وکړ مونږ له یوبل سره ملګرتیا ته دوام ورکوو چې وکولای شو له دغه بهیر سره د سیمه ئیزې سولې د ټینګیدا لپاره د سیمې ګیر چاپیر هیوادونه او نور ګاونډي هیوادونه هم یوځاې کړو.

په عین حال کښې د پاکستان دفاع وزارت هم د یوې بیانیې په خپرولو سره په اسلام اباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له دفاع وزیر برید جنرال عزیز نصیر زاده سره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د کتنې خبر ورکړ او ویې ویل دواړو هیوادونو د دفاعي ملګرتیاو او د سیمې سولې ته په خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

د ایران دفاع وزیر هم پاکستان ته د ولسمشر پزشکیان او له ورسره پلاوي د تود هرکلي په خاطر د اسلام اباد د حکومت مننه وکړه او د ګډ احترام، ګډو ارزښتونو او د اعتماد پراساس د لا قوي دفاعي اړیکو د رامینځته کولو لپاره د ایران په ګروهنې بیا ټینګار وکړ.