د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیګا شپه په اسلام اباد کښې د پاکستان د خارجه وزارت په ودانۍ کښې په شتون سره د دغه هیواد د لومړي وزیر له مرستیال او خارجه وزیر محمد اسحاق ډار سره کتنه وکړه.
د ایران او د پاکستان خارجه وزیرانو د اقتصادي ملګرتیا ، د تجارت او د سیمه ئیز ثبات لپاره د ملګرتیاو د پراخولو په تمرکز سره د تهران او د اسلام اباد د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د دواړو هیوادونو په ژمنې ټینګار وکړ.
عراقچي او اسحاق ډار دغه راز د متقابلې دلچسپۍ وړ مهمو موضوعګانو په زمینه کښې د دوه اړخیزه تعامل د زیاتولو په هکله هم خبرې وکړې.
د ایران خارجه وزیر ، د صنعت او د معدن وزیر، د لارو او د ښارونو د جوړولو وزیر او دفاع وزیر پاکستان ته په دوه ورځني سفر کښې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ملګري دي.
پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر د دواړو هیوادونو په زړو اړیکو کښې د بدلون پیچومي ګڼل کیږي.
دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې ایران او پاکستان د خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو د اته اویایمې کلیزې په درشل کښې دي داسې اړیکې چې په متقابل رسمیت پيژندنې سره پیل شوې او تراوسه یې ډیرې ټیټې هسکې لرلي دي.