اسلام آباد د اوکراین په جګړه کې د پاکستانیانو شتون رد کړ
Aug 05, 2025 12:18 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین په جګړه کې د دغه هېواد د وګړو د شتون ادعا رد کړې ده.
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اوکراین په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو د شتون په اړه هیڅ ډول شواهد نشته.
دا اعلامیه تر هغې وروسته خپره شوه، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د روسي ځواکونو په لیکو کې د پاکستاني جنګیالیو د شتون خبر ورکړی دی.
هغه تر دې وړاندې ویلي وو چې د پاکستان، تاجکستان، اوزبکستان او سویلي افریقا مزدوران د روسي ځواکونو تر څنګ د اوکراین پر وړاندې جنګېږي.
مسکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه