اسلام آباد د اوکراین په جګړه کې د پاکستانیانو شتون رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163156-اسلام_آباد_د_اوکراین_په_جګړه_کې_د_پاکستانیانو_شتون_رد_کړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین په جګړه کې د دغه هېواد د وګړو د شتون ادعا رد کړې ده.
(last modified 2025-08-05T07:55:37+00:00 )
Aug 05, 2025 12:18 Asia/Kabul
  • اسلام آباد د اوکراین په جګړه کې د پاکستانیانو شتون رد کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین په جګړه کې د دغه هېواد د وګړو د شتون ادعا رد کړې ده.

دغه وزارت نن  په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اوکراین په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو د شتون په اړه هیڅ ډول شواهد نشته.

دا اعلامیه تر هغې وروسته خپره شوه، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د روسي ځواکونو په لیکو کې د پاکستاني جنګیالیو د شتون خبر ورکړی دی.

هغه تر دې وړاندې ویلي وو چې د پاکستان، تاجکستان، اوزبکستان او سویلي افریقا مزدوران د روسي ځواکونو تر څنګ د اوکراین پر وړاندې جنګېږي.

مسکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.